د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پل سرخ په څلورلاري کې د یوه تاریخي څلي د جوړولو چارې بشپړې شوې

18 جدی 1402

10977.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د ښاري ښکلا د برنامو د پلي کېدو پر دوام، د درېیمې ناحیې اړوند د پل سرخ په څلور لارې کې د غزني ولایت د تاریخي څلي د یو سمبول د جوړولو چارې بشپړې او دکابل ښاروالۍ د ټولنیزو اوکلتوري چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له خوا په داسې حال کې چې، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رئیس علي الله سروري، د کابل ښاروالۍ رئیسان او د بېلابېلو ادارو یو شمیر مسؤلین هم حاضر وو پرانیستل شو. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغان بيسيم له مخابراتي شرکت څخه چې، ددغه څلي په جوړولو کې يې مرسته کړې ده مننه وکړه او ویې ویل: کابل ښاروالۍ د سړکونو د جوړولو او نورو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو سر بېره، د ښاري ښکلا رامنځته کولو ته ډېره پاملرنه لري، ځکه ښاري ښکلا د ښاریانو په رواني لید کې اغیزمن او ګټور دی او په راتلونکي کې به د کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا دا شان برنامې د ښار په بیلابیلو برخو کې پراختیا ومومي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رييس قاري ولي ګل جواد خبرې وکړې او ويې ويل: د غزني ولايت د تاريخي څلي سمبول، چې (١٣) متره لوړوالى لري، د ملي او تاريخي آثارو د ساتنې په موخه، د افغان بيسيم مخابراتي شرکت په مرسته د پنځه میلیونه افغانيو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې په کلاسیک بڼه، (۸) ضلعو کې د پخوانۍ معمارۍ له مخې جوړ شوی چې، مرمت کاري او روښنایي هم پکې شامله ده؛ او د دغې سیمې په څېره کې یې مثبت بدلون رامنځته کړی دی. په ورته وخت کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت رئیس د کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا له برنامو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې، په راتلونکي کې به له کابل ښاروالۍ سره لا زیاتې مرستې وکړي. نوموړي له خصوصي سکټور او ملي پانګوالو څخه غوښتنه وکړه چې، د ښار په آبادۍ کې  خپل مسؤلیت ادا کړي تر څو زموږ دهېوادوالو د لا زیاتې خوښۍ لامل شي