د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په ۴۱م ګذر کې د کوڅو کانکریټ کولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

18 جدی 1402

10979.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې د ۴۱م ګذر اړوند د برچي په قلعه نو سیمه کې د(۵)کوڅو کانکریټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست دمسؤلينو په وینا، د لښتیو په ګډون دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه، (٩٣٦)  متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري، چارې به یې ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته طرحه او پلې شوې ده، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې هوارې او دوی به غوره ترانسپورتي اوټولنیزو آسانتیاوو ته لارسی ومومي