الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ سړک د جوړولو او پراختيا لومړنۍ چارې پيل شوې

18 جدی 1402

10981.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ د خپلې ژمنې له مخې، د نادریې لېسې له څلورلارې څخه تر سرای شمالي څلورلارې پورې د بادام باغ  نښلوونکي سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل کړې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنایي پروژو آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: دغه نښلوونکی سړک چې، د کابل شمال له مرکز سره نښلوي د څلورمې او ۱۷مې ناحیې تر منځ  په ټوله کې (۳۲۸۹) متره اوږدوالی لري چې د ( ۲۰۰۰) مترو په اوږدوالي برخه یې (۳۰) متره  او د (۱۲۸۹) مترو په اوږدوالي نوره برخه یې (۲۰) متره سور لري چې، د یوه کاري کال  په موده کې به  په اساسي ډول جوړ شي. اوس مهال د دغه سړک د ځينو برخو د کيندلو او د خاورو د لېږد چارې لا دمخه پيل شوې او که هوا ښه وي، نو د لښتیو او بنسټیزو برخو چارې به یې هم تر سره شي. د دغه مهم سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار اقتصادي ودې او معیاري کېدو ته زمینه برابره او د سرای شمالي، کارته پروان او اړوندو سیمو د ترافیکې بهیر په وېش کې به ګټور او اغېزمن تمام شي