الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په ۲۵م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

18 جدی 1402

10983.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند د ۲۵ ګذر  د توحید اباد او قلعه پخچک په سیمو کې د (۴) کوڅو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا اود ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، د بشپړیدو په حال کې دی. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د مسؤلينو د څرګندونو له مخې، د لښتیو او پلچکونو په ګډون دغه کو څې چې، (٧٠٥) متره اوږدوالى او له (٤ څخه تر ٤،٥) مترو سور لري، د جوړولو چارې به یې تر راتلونکو درې ورځو  پورې بشپړې شي. دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیمو ته ځانګړی اهمیت لري. ځکه چې په بشپړېدو سره به یې د سیمو اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او خلک به له غوره ښاري آسانتیاوو څخه برخمن شي