الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سلطان محمود غزنوي سړک د دوو فرعي لیکو قیر چارې پیل شوې

18 جدی 1402

10985.jpg (1820 × 1024)

10985.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د څلورمې او پنځلسمې ناحیې اړوند له شهید هنګرها څلورلارې څخه د تایمني پروژې د پنځم سړک تر څلورلارې پورې د سلطان محمود غزنوي سړک د دوو فرعي لیکو قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: د (۱۸۴۵)  مترو په اوږدوالي او د (۱۶،۵) مترو په سور سره د یاد سړک د دوو فرعي لیکو قیر چارې به ډېر ژر بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه : د لښتيو، پلو لارو او ګلدانونو جوړول هم د سړک په سور کې شامل دي چې، په جوړېدو سره به یې د سلطان محمود غزنوي سړک ترافیکي بهیر ووېشل شي او تر خوا به یې د ښاریانو ترانسپورتي ستونزې هم هوارې شي