د شپږمې ناحیې اړوند د پاسپورټ ریاست مخې ته د سړک د بیارغولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا پیل شوې وې، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه سړک د (۱۳۰) مترو په اوږدوالي برخه چې، د وخت په تېرېدو سره په بشپړه توګه ویجاړه شوې وه، د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته قیر شوې او نږدې سل متره نوره برخه یې په اساسي ډول بیارغول شوې ده. په ښار کې هغه سړکونه چې بیارغولو ته اړتیا لري، له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته به یې د بیا رغولو په اړه اقدام وشي
د پاسپورټ ریاست مخې ته د سړک بیا رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
18 جدی 1402