د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس مرستیال او منشي وټاکل شول

18 جدی 1402

10989.jpg (1820 × 1024)

په هغه مشورتي ناسته کې چې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ ترسره شوه، ښاغلی احمدشاه الکوزی د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا د رئیس، ښاغلی عبدالحی یوسفي د مرستیال او حکیم جان ابراهیم خیل د منشي په توګه وټاکل شول. په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال د ګذر وکیلانو پر فردي او ټولنیزو مسئولیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: ګذر وکیلان د خلکو د ستونزو پېژندلو او حل په برخه اساسي رول لري. د ښاغلي عثماني په وینا؛ ګذر وکیل باید ټول ښاریان، ښاري نظم، د زرغونو سیمو او ونو ساتنې، د کثافاتو مدیریت، د عوایدو راټولولو، له ښاري تاسیساتو سمې ګټې اخیستنې او نورو ښاري برخو ته وهڅوي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد او د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري په خپلو خبرو کې د ګذر وکیلانو غوره رول او په ښاري مدیریت کې د سیمه ییزو شوراګانو ګډون مثبت و ارزاوه او غوښتنه یې وکړه چې، د ښاري کلتور د بډاینې او د قانون د تينګښت په برخه کې دې لا ډېر کار وکړي