د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ عوایدي غونډه ترسره شوه

18 جدی 1402

10991.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ عوایدي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ، د دوه ویشت ګونو ناحیو د رئیسانو او د عوایدو د آمرانو په ګډون ترسره شوه. په غونډه کې کابل ښاروال د عوایدو پلان و ارزاوه او ویې ویل: د کابل ښاروالۍ عواید دې په شفافه توګه راټول او مصرف شي؛ ځکه د کابل ښاروالۍ عواید د ملي عوایدو یوه برخه ده او پر بنسټ یې ښاریانو ته چوپړتیاوې وړاندې کېږي. دغه راز کابل ښاروال د هغو ناحیو مسئولین چې، په عوایدو کې یې ډېروالی راغلی وو وهڅول او د هغه ناحیو مسئولینو ته چې، په عوایدو کې یې کموالی راغلی وو اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: د پړاونو آسانه کولو، د کابل ښاروالۍ له پوروړو څخه د پورونو راټولولو په برخه کې دي ګټورې کړنې ترسره شي ترڅو هغه ښاریان چې، کلونه کیږي د ښاروالۍ پوروړي دي خپل حسابونه تصفیه کړي. په همدې توګه کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه څو هر څه ژر هغه ښاریان چې د کابل ښاروالۍ پوروړي دي خپل پورونه دې تصفیه کړي؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي