د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمیسیون د عملیاتي پلان د پلي کولو لړۍ روانه ده

18 جدی 1402

10993.jpg (1820 × 1024)

د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمیسیون له لوري، د دویمې ناحیې په اړوند سیمو کې سرغړونو ته رسېدنه وشوه چې په پایله کې یې یو شمېر غیر معیاري تابلو ګانې او لوحې ویجاړې او پاکې شوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وویل: د هغو لوحو او تابلوګانو د پاکولو لړۍ روانه ده کوم چې، په بهرنیو ژبو لیکل شوې وي، غیر شرعي انځورونه پکې وي، په نا مناسبو ځایونو کې ځړول شوې وي او یا یې هم منځپانګه او متن ستونزه ولري. نوموړي زیاته کړه، د لوحو او تابلوګانو  ښکلا او ډیزاین، د ملي او بهرنیو ژبو کارول، د اعلانونو د ځړولو ځای، د ښاري ښکلا معیارونو  او د ښاري کلتور په پام کې نیول، هغه موارد دي چې د یاد کمیسیون له لوري به ورته رسېدنه وشي. په همدې توګه هغه لوحې چې، زړې وي او د ښار بڼه یې بدرنګه کړې وي، پاکول یې د یاد پلان برخه ده او هغه شمېر اصطلاحات او کلمې چې، په ملي ژبو کې بدیل ونه لري له دې امر څخه مستثنی دي