د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د حفظ الصحې له اړخه د چرګ پلورونکو شرکتونو له فعالیتونو څارنه وشوه

18 جدی 1402

10997.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د چرګ پلورونکو یو شمېر شرکتونو له فعالیتونو څارنه وشوه او هغه فعالیت کوونکو ته چې، سرغړونې یې درلودې روغتیايي سپارښتنې وشوې. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال ډاکتر مسعود فقیر وویل: له سرغړونکو څخه ژمنه واخیستل شوه څو، هرڅه ژر د خپل فعالیت په سیمه کې روغتیايي او د خوندیتوب سپارښتنې په پام کې ونیسي، له دې پرته به یې فعالیت بند شي. په همدې توګه فعالیت کوونکو ته وویل شول چې، د کار په سیمه کې د دوی لپاره د صحي کارت شتون او د غولي کاشي اړین دی او په ځانګړې توګه د چرګانو د حلالولو ځای باید معیاري او صحي وي. ډاکتر مسعود فقیر دغه راز زیاته کړه چې، د پلټنو په لړ کې دوی توانېدلي دي چې، څه باندې ۳۰۰ کیلو ګرامه د چرګانو خرابه غوښه تر پېژندلو وروسته د لمنځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولیږدوي او د سرغړونکي فعالیت بند کړي