د ۱۳مې ناحیې د اووم ګذر اړوند د دوزده امام ښارګوټي په سیمه کې د (۴) کوڅو کانکریټ کولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ لخوا اود ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، ډېر ژر به بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست دمسؤلينو په وینا، د لښتیو په ګډون دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه، (٩١٣) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري، چارې به یې ډیر ژر بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې هوارې او دوی به غوره ترانسپورتي اوټولنیزو آسانتیاوو ته لارسی ومومي
د دیارلسمې ناحیې په اووم ګذر کې د کوڅو کانکریټ کولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي
19 جدی 1402