د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سرای شمالي سیمې په ګلدان کې د ښاري ښکلا چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

19 جدی 1402

11001.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له لوري د سرای شمالي سیمې په یوه ګلدان کې د ښاري ښکلا یو سمبول او په همدې توګه زرغونه او ښایسته سیمه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې د ملټ سټیل د اوسپنې ویلې کولو له شرکت څخه چې، د دې سیمې په ښکلا کې یې برخه اخیستې ده مننه وکړه او ویې ویل: اړتیا ده چې، ټول سوداګر او متشبیثین له کابل ښاروالۍ سره د ښاري ښکلا په برنامه کې برخه واخلي، څو د ښار بڼه نوره هم مثبت بدلون ومومي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل: په دې سیمه کې د (۷۰۰) متر مربع په پراخوالي سره غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه او د ښاري ښکلا پروګرام پکې پلی شو. په دغه پروژه کې د (۱۳)مترو په لوړوالي د ښاري ښکلا یو سمبول، تبلیغاتي سکرین، د ګلدان او د اوبو د فوارو جوړول، د چمن کرل، د جدولونو او کټارو نصب او د سیمې د خړوب په موخه، د یوې څاه کېندل شامل دي چې، د (۳) میلیونه افغانیو په لګښت، د شپږو کاري میاشتو په موده کې بشپړې شوې