د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په ۳۲م او ۳۳ م ګذر کې به د فرعي سړک او لښتي جوړولو چارې ډېر ژر بشپړې شي

19 جدی 1402

11003.jpg (1820 × 1024)

 د شپږمې ناحیې اړوند په ۳۲ او ۳۳م ګذر د قلعه مسلم، علي خان کوڅې او سر آسیاب په سیمو کې د لښتي او فرعي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، پیل شوې وې، د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ په دغو ګذرونو کې فرعي سړک (۱۰۱۴) متره اوږدوالی او له (۴  څخه تر ۵) مترو پورې سور لري چې، د لښتي او د (۱۸۲) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال او د  (۴) کانکرېټي کوچنیو پلونو جوړولو په ګډون به یې چارې په بنسټیزه توګه تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمو اوسېدونکو ته ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي. د یادولو وړ ده چې، د یادې پروژې له لارې ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي