د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ- برچي نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د یوه پله د جوړولو چارې روانې دي

20 جدی 1402

11005.jpg (1820 × 1024)

د کابل سیند دپاسه د پنځمې او دیارلسمې ناحیې ترمنځ د کمپنۍ- برچي نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ لپاره د یوه پله د جوړولو چارې روانې دي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داود ځواب په دې اړه وویل: دغه پل چې، (۲۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري د ښاري زیربناوو ریاست له لوري د سړک د ډیزاین له مخې په نظر کې نیول شوی چې، په بنسټیزه توګه به جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې، د پنځمې او دیارلسمې ناحیې ترمنځ د کمپنۍ- برچي نوی نښلوونکی سړک له قلعه ناظر څخه د نخاس تر حمام پورې (۲۲۷۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، چارې یې د روان کال د غبرګولي په میاشت کې پیل شوې وې. د نوموړي په وینا د یاد سړک قیر چارې څه موده وړاندې ترسره شوې دي چې د پله له جوړېدو وروسته به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. دغه سړک یو مهم نښلوونکی سړک دی چې، د جوړېدو په پروژه کې یې د یوه معیاري سړک ټول جزئیات په پام کې نیول شوې دي