الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملي پانګوالو او سوداګرو ټولنې د کابل ښاروال کړنې وستایلې

20 جدی 1402

11007.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو د ټولنې له اجرایوي رئیس حزب الله الفت او د دغې ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل او د پانګوالو او سوداګرو لپاره یې د آسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه بحث او خبرې وکړې. په دې لیدنه کې کابل ښاروال د ښاري آسانتیاوو په ځانګړې توګه د پانګوالو او سوداګرو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې  یو ځل بیا  خپله ژمنه تازه کړه او ځان یې د ټولو ښاریانو خدمتګار وباله. نوموړي وویل چې، د هېواد په اقتصادي وده کې د رښتنیو  ملي سوداګرو او پانګوالو رول مهم دی او له هغوی څخه د ملاتړ په برخه کې یې خپل پلانونو او پروګرامونه په ډاګه کړل. کابل ښاروال له سوداګرو او ملي پانګوالو وغوښتل چې، د ښار د آبادۍ په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د ناستې په پای کې د ښار د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې د غوره کړنو ترسره کولو په موخه، د افغانستان د ملي پانګوالو او سوداګرو ټولنې له لوري چمتو شوی ستاینلیک د یادې ټولنې د رئیس حزب الله الفت له لوري کابل ښاروال ته ورکړل شو