الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت د سړک جوړونې ۶ پروژې منظورې شوې

20 جدی 1402

11009.jpg (800 × 800)

د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې چې، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت د سړک جوړونې ۶ پروژې منظورې شوې. د سړک جوړونې په یادو پروژو کې د ۳۱۷۶ مترو په اوږدوالي د ګل باغ- دارالامان، د ۱۸۹۰ مترو په اوږدوالي له هنګرها څلورلارې تر قصبې سړک، د ۳۲۲۶ مترو په اوږدوالي له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي، د ۱۳۲۵ مترو په اوږدوالي له ملالۍ څلورلارې تر حلقوي سړک، د ۲۵۲۰ مترو په اوږدوالي د خیرخانې کوتل دویم سړک او د ۲۱۰۳ مترو په اوږدوالي له قلعه شانان څخه د قلعه زمان خان تر شپېته متره سړک پورې د نویو سړکونو جوړېدل شامل دي. د یادونې وړ ده چې، د یادو پروژو له ډلې د یو شمېر استملاکي چارې بشپړې شوې دي او د پاتې نورو به یې ډېر ژر پیل شي څو، په دې توګه د سړکونو جوړولو ته زمینه برابره شي