د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

20 جدی 1402

11013.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د څلورمې ناحیې له سیمه ایزو شوراګانو سره د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه کې د یادر ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین وویل: له داسې غونډو څخه موخه د ښاریانو او مسئولانو ترمنځ د همکارۍپیاوړي کېدل او د کابل ښار د هوا له ککړتیا څخه مخنیوی دی چې، په دې برخه باید ټول ښاریان خپل فردي او ټولنیز مسئولیت ترسره کړي، ځکه د کابل ښار هوا د اندېښنې وړ ده. په همدې توګه د څلورمې ناحیې معاون مولوي سیداحمدشاه افضلي وویل: د پاکې هوا له شتون پرته ژوند ناممکن دی او اړتیا ده چې، ښاریان د سړو په موسم کې له لوګي لرونکو سون توکو څخه ګټه پورته نه کړي. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي څانګې آمر محمد منیر مبارز وویل: د چاپېریال ساتنې  په موخه څارنې او پلټنې ډېریږي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي. ورته مهال د څلورمې ناحیې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې به د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره همکاري کوي او د جمعې لمانځه په خطبو کې به خلک وهڅوي چې، د سړو په موسم کې له ډېر لوګي لرونکو سون توکو څخه ګټه پورته نه کړي. د یادونې وړ ده چې، په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې په اړه یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل