الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پل خشتي جومات مخې ته ښاري نظم رامنځته شوی دی

21 جدی 1402

11017.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې د مسؤلینو له خوا د پل خشتي جومات مخې ته سړک او پلې لارې چې، د ګرځنده پلورونکو او کراچېو له خوا بندې شوې وې پاک او په دغه سیمه کې د ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.  د لومړۍ ناحيې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په دې اړه وويل: د ښاري نظم د ټینګښت په موخه، ګرځنده پلورونکي او لاسي کراچۍ نورو سيمو ته لېږدول شوي او د دې سيمې نظم د مسؤلينو تر کنټرول لاندې دى. ښاغلي عاصم زیاته کړه: د جوړ شوي ډیزاین له مخې به د پل خشتي جومات له مخې څخه د سپاهي ګمنام تر چوک پورې شنه سیمه جوړه شي چې، له یوې خوا به د سیمې ښکلا زیاته او بل خوا به په یاده سیمه کې تلپاتې ښاري نظم ټینګ شي