د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د تایمنیو پروژې له پنځم سړک څخه تر لب جر څلورلارې پورې په دوه برخو کې د ۲ کیلو مترو په اوږدوالي د سړک د جدولونو د بیارغونې چارې روانې دي. د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري وویل: هغه جدولونه چې د بیارغونې وړ نه دي، پر ځای به یې نوي جدولونه نصب او پاتې نور به په معیاري توګه بیا ورغول شي. د سړک جدولونه د ترافیکي جریان د ویش او ښاري ښکلا په برخه کې ځانګړی ارزښت لري او د سړکونو له مهمو برخو ګڼل کیږي
د تایمنی پروژې له پنځم سړک څخه د لب جر تر څلورلارې پورې د سړک د جدولونو د بیارغونې چارې روانې دي
23 جدی 1402