د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوولسمه ناحیه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

23 جدی 1402

11021.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د اوولسمې ناحیې د مسئولینو له لوري په طلايي ښارګوټي، بوستان سړک او نورو سیمو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو او یادې سیمې له ښاري بې نظمیو پاکې شوې. د اوولسمې ناحیې مرستیال مولوي ذبیح الله نبي خیل په دې اړه وویل: په دغو عملیاتو کې غصب شوې زرغونې سیمې، پلې لارې او بند سړکونه له خنډونو او ناقانونه تاسیسات پاک شول او اوس مهال د ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. په همدې توګه د هټیو او مارکیټونو مخې ته ناقانونه رغونو، د ګرځنده پلورونکو چې، عامه لارې یې بندې کړې وې، فعالیتونو ته رسېدنه وشوه او ټاکل شویو ځایونو ته ولیږدول شول. د قانون د تينګښت او د ښاري وضعیت د ښه کېدو په موخه، په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی کېږي