د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پروان هوټل په څلورلاري کې د ښاري ښکلا برنامه پیل شوه

23 جدی 1402

11023.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند د پروان هوټل په څلور لارې کې د ښاري ښکلا برنامه په ټولنیزو او کلتوري چارو کې د کابل ښاروالۍ د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوه. په هغه غونډه کې چې له همدې امله په یاده سیمه کې جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې له هغو سوداګرو او ملي پانګوالو څخه چې، د ښاري ښکلا په برنامو کې یې برخه اخیستې مننه وکړه او ویې ویل: په ښار کې د ښاري ښکلا رامنځته کول د کابل ښاروالۍ یو له مهمو پلانونو څخه دی، ځکه د ښاریانو په رواني لید کې اغیزمن دی او دغه برنامه به د ښار په نورو برخو کې هم پلي شي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په خپلو خبرو کې وويل: په دغې څلورلارې کې به د عصري معمارۍ له مخې د (٨) مترو په لوړوالي او د (٣،٥) مترو په قطر سره د ښکلا يو سمبول چې، د درملو د اهمیت څرګندویي کوي؛ د لایف سول فارما (T.J.L) په نوم د سیروم د تولید شرکت په مرسته چې یو له افغاني شرکتونو څخه دی د دوو میاشتو په موده کې به د (۷۰۰) زره افغانیو په لګښت په معیاري او اساسي بڼه جوړشي.  ښاعلي جواد زیاته کړه: د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست په پام کې لري چې، د تاریخي ارزښتونو او عصري ښاري معیارونو پربنسټ د ښاري ښکلا  برنامه نوره هم پراخه کړي څو له یوې خوا د هېوادوالو د خوښۍ لامل شي او له بلې خوا به د ښار د بیلابیلو برخو بڼه مثبت  بدلون ومومي. پاتې دې نه وي چې، د ښاري ښکلا ددغه سمبول په جوړولو کې له کورنیو تولید شویو تيږو څخه کار اخیستل کېږي