الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په شپږم ګذر کې له تیږو څخه د سړک جوړولو چارې روانې دي

23 جدی 1402

11027.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند د ۶م ګذر په سپین کلي سیمه کې له تیږو څخه د سړک جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي. دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته طرحه شوې ده څو د خلکو سیمه ییزې ستونزې هوارې او د کار زمینه ورته برابره شي. یاد سړک (۳۵۰) متره اوږدوالی او(۱۶) متره سور لري چې، د موټرو د تګ یوه لیکه یې (۷) متره او د سړک دواړو خواوو ته پلې لارې یې (۳) متره سور لري. دغه راز په دغه پروژه کې د لښتي او ګلدانونو جوړول هم په پام کې کې نیول شوي دي او هڅه کیږي چې، د دغې پروژې چارې هرڅه ژر بشپړې شي. له تیږو  څخه د سړکونو جوړول له یوې خوا له لوړ مقاومت څخه برخمن دي، او بل لوري ته د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې هم مرسته کوي. د پروژې د کار له کیفیت څخه د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست انجنیران پر وخت تخنیکي او فني څارنې کوي