د کابل ښاروالۍ زیارکښه کارکوونکي د ښار په کچه د بندو لښتیو او کانالونو په پاکولو بوخت دي. دغه کانالونه او لښتي د یو شمېر بې مسئولیته ښاریانو له لوري د خاورو او خځلو اچولو له امله بند شوي دي چې، که چېرته پاک نشي، بندیږي او د اورښتونو په موسم کې اوبه سړکونو ته را پورته کېږي. هیله ده چې، داغه ستونزه ډېره نشي او د سړکونو او نورو عامه تاسیساتو د ژر ویجاړېدو لامل ونه ګرځئ. له ښاریانو څخه هیله کېږي چې د ښار په کچه له لښتیو او کانالونو څخه سمه ګټه پورته کړي
د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي
25 جدی 1402