
کابل ښاروالۍ د کابل ښار ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکوي چې، د اوبو له کمښت څخه د مخنيوي یوه لاره د واورو او باران د اوبو زېرمه کول دي. که چېرې هر ښاري د خپل کور په انګړ يا شاوخوا کې د یو متر په قُطر او (۳-۶) مترو په ژوروالي سره یوه څاه وکیندي، د باران او واورې اوبه په کې زېرمه کړي، نو ليرې نه ده چې د ځمکې لاندې اوبو سرچینې به پیاوړې او د اوبو سطحه به لوړه شي


