الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال - لوېدیځ نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې له ځنډ پرته دوام لري

25 جدی 1402

11033.jpg (1820 × 1024)11

له ذاکرین ښارګوټي څخه د قرغې تر سړک پورې د کابل شمال - لویدیځ نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې چې، د کابل ښاروالۍ د سړک جوړونې ستره پروژه ده، له کوم ځنډ پرته پر مخ روانې دي،  او هڅه کېږي څو دغه سړک ژر تر ژره جوړ شي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت رياست د پلونو او سړک جوړولو آمر انجنير محمد داود ځواب په دې اړه وويل: دغه سړک چې (٧٦٤٥) متره اوږدوالى او (٣٠) متره سور لري، د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته یې، د (۳) کیلو مترو په اوږدوالي یوه کرښه څه موده وړاندې قیر شوې ده او اوس د سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې پرته له کوم ځنډ او د ژمنیو تدابیرو سره پر مخ روانې دي،  تر څو قیر کولو ته چمتو شي. په پام کې ده چې، د راتلونکي کال په پیل کې به د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست دغه سړک په بشپړه توګه قیر او د ترافیکو پرمخ به یې پرانیزي. د یادونې وړ ده چې، د دغه لوی نښلونکی سړک په بشپړیدو سره به د کابل – پروان د لویې لارې په ځانګړې توګه د کوتل سړک او سرای شمالي  سیمې څخه د ترافیکو ګڼه ګوڼه کمه او د کابل ښار اقتصادي ودې ته به لا ښه زمینه برابره شي