الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سړک او کوڅو جوړولو د دوو پروژو چارې به ډېر ژر بشپړې شي

25 جدی 1402

11035.jpg (1820 × 1024)

 د دیارلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د کوڅو او سړک جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: د جبارخان سیمې د ۵۱، ۵۲ او ۵۴م ګذرونو اړوند د سړک جوړولو پروژه (۲۴۴۰) متره اوږدوالی او (۶.۸۵) متره سور او په همدې توګه د (۴۱م) ګذر د برچي په قلعه نو  سیمه کې د لښتي په ګډون  (۵) کوڅې چې، په ټولیزه توګه (۹۳۶) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري په بنسټیزه توګه جوړې شوې دي. نوموړي زیاته کړه : دغه پروژې د ځایي اوسېدونکو د ستونزو د هوارۍ په موخه  له خورا ارزښت څخه برخمنې دي او په راتلونکې کې به د یادې ناحیې په اړوند سیمو کې ورته نورې پروژې هم پلې شي. د یادولو وړ ده چې، د یادو کوڅو او سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ته ګڼ شمېر ټولنیزې او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي