د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې روانې دي

25 جدی 1402

11037.jpg (1820 × 1024)

د سطحي اوبو د تنظیم او مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف رياست له لوري د اوومې ناحيې په بېلابېلو سيمو کې د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وویل:، دغه کانالونه او لښتي د يو شمېر ښاريانو له خوا د کثافاتو، خځلو اچولو او د ناقانونه تاسیساتو د جوړولو له امله له څو کلونو راهيسې بند شوي چې اوس به په بنسټیزه توګه بیا ځلي پاک شي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د تنظیف رياست يو تن کارکوونکى انجنير مصطفی وویل: په ښار کې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې به د کابل ښاروالۍ د زیارکښو کارکوونکو له خوا تر سره شي، تر څو د اورښتونو پر مهال په ښارکې د سیلابونو راوتلو او د عامه لارو د بندیدو شاهدان و نه اوسو. نوموړي هيله څرګنده کړه، چې ښاريان دې د کانالونو او ويالو پاکولو ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه د کابل ښاروالۍ ډېرى سر چینې د هغه په پاکولو مصرف کېږي. د يادونې وړ ده، چې د اوومې ناحيې دمسؤلینو په هلو ځلو، د ښاريانو او د تنظیفي خدمتونو د يو شمېر خصوصي شرکتونو په مرسته، لسګونه کيلومتره بند شوي کانالونه او لښتي پاک شوي دي