د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په درېیمه ناحیه کې غصب شوې زرغونه سیمه بېرته راوګرځول شوه

25 جدی 1402

11039.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې اړوند د کارته سه په سیمه د کابل سیند په اوږدو کې یوه ټوټه غصب شوې زرغونه سیمه بېرته راوګرځول شوه. د یادې ناحیې د مارکیټونو د تنظیم عمومي مدیر سید مرتضی هاشمي په دې اړه وویل: مخکې له دغې زرغونې سیمې څخه یو شمېر فرصت غوښتونکو ناوړه او شخصي ګټه پورته کوله چې، ناقانونه تآسیسات یې ویجاړ او اوس مهال  د درېیمې ناحیې له لوري (۲۰۰) نیالګي پکې کېنول شوي دي. نوموړي زیاته کړه: له عامه ملکیتونو باید شخصي او ناوړه ګټه پورته نشي او هېڅ حکمي او حقیقي شخص حق نه لري چې، زرغونې سیمې غصب کړي. د زرغونو سیمو د بېرته راګرځولو په موخه، د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې غوره کړنې ترسره شوې دي او کابل ښاروالي ژمنتیا لري چې، غصب شوې سیمې به له بېرته راګرځولو وروسته په غوره زرغونو سیمو بدلې کړي