الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې سړک د پلو لارو او ګلدانونو جوړولو چارې روانې دي

25 جدی 1402

11043.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د شپږمې ناحیې اړوند د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې د سړک د پلو لارو او ګلدانونو جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: یاد سړک (۲۱۸۶) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، د دې سړک پلې لارې د (۳) مترو، منځنۍ ګلدان د (۱۷)  مترو او د سړک غاړې ګلدان د (۳) مترو په سور سره د جوړېدو چارې روانې دي. د نوموړي په وینا؛ د دغه سړک د لیکو لومړۍ او دویم پړاو قیر چارې د (۷) مترو په سور سره څه موده وړاندې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې دي. د دغې پروژې د بشپړېدو لپاره (۱۲) میاشتې وخت ټاکل شوی وو، خو له نېکه مرغه چې په (۸) میاشتو کې به بشپړه شي. دغه راز د روښنایۍ څراغونو د نصب او کرښو اچولو چارې به یې هم  ډېر ژر پیل شي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې له کیفیت څخه په بیلابېلو پړاونو کې تخنیکي او فني څارنې کوي. د یادونې وړ ده چې، د دغه سړک په بشپړېدو سره به ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته او د سیمې اقتصادي ودې ته به هم زمینه برابره شي