د دیارلسمې ناحیې د مسئولینو له لوري له بازارونو څخه د څارنې په لړ کې (۴۱۰۳) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز (۵۰) دانې لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځيدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. له ټولو ښاریانو غوښتنه کیږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي او پلورونکي هم باید د بې کیفیته توکو له پلورلو او په همدې توګه د غږیزې ککړتیا له رامنځته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي
د دیارلسمې ناحیې له بازارونو څخه بې کیفیته توکي راټول شول
26 جدی 1402