الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د مرکز ګرمۍ په سیسټم کې د لوګي د تصفیې فلټر له څرنګوالي څارنه وشوه

26 جدی 1402

11046.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د یوولسمې ناحیې اړوند سیمو کې د شپې پر مهال په لوړ پوړیزو ودانیو او یو شمېر روغتونونو کې د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر او په حمامونو کې د غیر معیاري سون توکو  له څرنګوالي څارنه وشوه.  د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال ډاکتر مسعود فقیر په دې اړه وویل: د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو برخو کې د شپې او ورځې پر مهال چاپېریالي څارنې روانې دي چې، په پایله کې یې د هوا ککړونکې سلګونه سر چينې اصلاح  او په معیاري فلټرونو سمبال شوې دي. نوموړي زیاته کړه: سرغړونکو ته د سپارښتنو سربېره، له هغوی ژمنه اخیستل شوې ده څو، هرڅه ژر د خپلې مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر نصب کړي؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي چې بیا به د شکایت حق و نه لري