د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۵مې ناحیې په ۲۳م ګذر کې له تیږو څخه د سړک جوړلو چارې په چټکۍ سره روانې دي

26 جدی 1402

11050.jpg (1820 × 1024)

 د پنځلسمې ناحیې اړوند ۲۳م ګذر د ګلوبل ښارګوټي په سیمه کې له تيږو څخه د سړک جوړلو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو دپروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم رياست د معلوماتو له مخې: دغه سړک چې، (٣٦٤) متره اوږدوالى او (۱۰) متره سور لري، د پلو لارو او لښتي جوړول هم په کې شامل دي او هڅه کېږي تر څو  ژر تر ژره بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.  له تيږو څخه د سړکونو جوړول، د لوړ مقاومت سربیره، د ځمکې لاندې اوبو په زیرمه کولو کې ځانګړی اهمیت لري. د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه د ښاریانو د سیمه ییزو ستونزو د حل او د کار د زمینې د برابرولو په موخه ډیزاین او پلې شوې ده