الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د میوند واټ په لومړۍ برخه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې روانې دي

27 جدی 1402

11052.jpg (1820 × 1024)

 د اقتصادي ودې په موخه، د لومړۍ ناحیې اړوند د میوند واټ په لومړۍ برخې (سينما پامیر) سیمه کې د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې روانې دي. د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په دې اړه وویل: دغه مارکیټ په (٥٩١) متر مربع ځمکه کې د (٣) پوړونو په درلودلو سره د کابل ښاروالۍ د نقشې له مخې په معیاري توګه د جوړېدو په حال کې دی چې، لاندنی پوړ يې د پارکینګ لپاره په پام کې نیول شوی دی. نوموړي زياته کړه: د دې مارکیټ د کار له کیفیت څخه د بنسټیزو ودانيو د کنټرول ریاست او د لومړۍ ناحیې له لوري منظمې څارنې تر سره کیږي. د یاد مارکيټ مالکیت د بګرامي نساجي، کابل ښاروالۍ او خصوصي سکټور پر غاړه لري. په دغه مارکیټ کې د ښاري او سولري برښنا، خوندیتوب او د اور وژنې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي