د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملالۍ روغتون څلورلارې ښکلا چارې بشپړې شوې

27 جدی 1402

11054.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې اړوند د ملالۍ روغتون څلورلارې ښکلا چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د  کلتوري چارو درئیس قاري ولي ګل جواد له لوري د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله په یاده سیمه کې جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس په خپلو خبرو کې د اسلامي بانک له ادارې څخه چې، د یادې څلورلارې په ښکلا کې یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې مننه وکړه. نوموړي له ملي پانګوالو او سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چې، په ښاري ښکلا کې خپل مسئولیت ادا کړي، ځکه د ښاري ښکلا رامنځته کول یوازې د کابل ښاروالۍ دنده نه ده، بلکې ټول ښاریان په دې برخه کې مسئولیت لري.  قاري  جواد په خپلو خبرو کې دا هم څرګنده کړه چې، ښاري ښکلا د ښاریانو په رواني لید کې  مثبت بدلون راولي او دا لړۍ به د ښار نورو برخو ته هم وغځول شي. د ملالۍ روغتون په څلورلارې کې د(۹) مترو په لوړوالي د ښاري ښکلا یو سمبول له داخلي تېږو څخه په ګټه اخیستلو او د الکوبان په نصبولو سره د افغانستان اسلامي بانک په مرسته د (۴۰)  ورځو په موده کې  د (۸) سوه زره افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه جوړ شوی دی چې، په جوړېدو سره یې د سیمې په ښکلا کې مثبت بدلون راغلی دی. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست د ښاري ښکلا برنامې د اسلامي او تاریخي ارزښتونو د ساتلو په موخه، د ملي پانګوالو او سوداګرو په مرسته د ښار په بېلابېلو برخو کې پلې کوي چې، د ښاریانو د خوښې وړ ګرځېدلي دي