د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د څه باندې ۴ جریبه غصب شوې ځمکې د بیرته راګرڅولو په اړه اقدام وشو

27 جدی 1402

11056.jpg (1200 × 675)

د اتمې ناحيې مسؤلينو د کول حشمت خان  په سيمه کې تر څلور جريبه زياته ځمکه د غاصبينو له منګولو بېرته را وګرځوله. د اتمې ناحيې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وويل: يو شمېر غاصبينو او فرصت غوښتونکو په تېرو کلونو کې په بېلابېلو پلمو د دغې ځمکې په ځينو برخو کې د ناقانونه تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړی وو چې، ډیر ژر به یې د ویجاړولو او پاکولو  په اړه اقدام وشي. دا ځمکه چې په غیر پلاني برخه کې پرته ده په زرغونې سیمې پورې اړه لري او په راتلونکي کې به د پراختیایي پلان د پلي کولو لپاره چمتو شي. کابل ښاروالۍ ژمنه ده، چې غصب شوې ځمکې به بېرته راګرځوي او فرصت غوښتونکو او قانون ماتوونکو ته وخت نه ورکول کېږي، چې له دولتي ځمکو او عامه ملکیتونو ناوړه ګټه پورته کړي