الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

27 جدی 1402

11058.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د پنځمې ناحیې د مسؤلینو په مرسته، د یادې ناحیې له سیمه ییزو شوراګانو سره د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین ګډونوال د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې د خپلو مسئولیتونو ترسره کولو ته و هڅول او ویې ویل: له پاکې هوا پرته ژوند ناممکن دی؛ په همدې موخه باید د غیر معیاري سون توکو له کارولو ډډه وکړو. په همدې توګه ګډونوالو د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه په ډاګه کړل او ټینګار یې وکړ چې، د سړو په موسم کې دې د لوګي تولیدونکو توکو له سوځولو ډډه وشي. په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې په اړه یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول