الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې له بازارونو څخه ۳ ټنه بې کیفیته توکي راټول شول

28 جدی 1402

11060.jpg (1820 × 1024)

د دوه ویشتمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې څه باندې (۳)  ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، دمصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، او دغه راز یو شمېر لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولیږدول شول. د دوه ویشتمې ناحیې رئیس مفتي سمیع الله سعید په دې اړه وویل: په دغو توکو کې شیدې، ملايي، ترشي، د لوبیا او نخودو کنسرو، چپس، چاکلیت، بیسکویټ، شامپو، صابون، څښاک مواد، کچپ او د مینځلو مواد شامل دي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو اړتیا وړ توکو  د ېېرودلو پر وخت د هغو نیټې او کیفیت ته پام وکړي. په همدې توګه ښاغلي سعید له پلورونکو څخه هم غوښتنه وکړه څو بې کیفیته او تېروخته توکي په خپلو ښاریانو ونه پلوري