الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د E برخې سړک د پلو لارو او ګلدانونو د جوړولو چارې روانې دي!

28 جدی 1402

11063.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا او ترافیکي نظم د رامنځته کېدو په موخه، د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د (E) برخې سړک د پلو لارو او ګلدانونو د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه سړک په ټولیزه توګه (٣٣٠٠) متره اوږدوالی لري چې، له ستانکزي بلاکونو څخه تر هېوادوال بلاکونو پورې د یو کیلو متر په اوږدوالي او د  (۴۰)  مترو په سور سره په دوه لیکو کې او له هېوادوال بلاکونو څخه د اتمې امنیتي حوزې په لور یې د یوې لیکې قیر چارې بشپړې شوې دي او اوس مهال یې په پاتې برخو د کارته نو سړک په لور د (۱۱.۲ او ۱۲.۵) مترو په سور سره  او دغه راز د یاد سړک د  (۴.۵) مترو په سور د پلو لارو او د (۱.۵) مترو په سور د ګلدانونو په جوړولو کار روان دی او هڅه کیږي چې، د یاد سړک د جوړولو چارې هرڅه ژر بشپړې شي. د سړک جوړولو په دغې پروژه کې د نښلوونکو کانالونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو جوړول هم شامل دي چې، د پروژې له کیفیت څخه د کابل ښاروالۍ انجنیران پر وخت تخنیکي او فني څارنې کوي