الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ځمکې د بیا تنظیم پروژه به د نهمې ناحیې په ۱۲م او ۱۳م ګذر کې پلې شي

28 جدی 1402

11064.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا او ځمکې د بیا تنظیم ریاست په پام کې لري چې، د غیر پلاني سیمو په پلاني سیمو د بدلولو په موخه، د نهمې ناحیې اړوند په ۱۲م او ۱۳م ګذر کې د هوايي ډګر سړک سویل ختیځ لوري ته  سیمه چې، (۲۴،۸۱) هکتاره ځمکه او (۵۳۰) ملکیتونه پکې شامل دي، د ښاري بیا تنظیم کولو پروژې له لارې په یوې پلاني سیمې بدله کړي. په همدې موخه د یاد ریاست مسؤلینو د سيمې اوسېدونکو ته د دغې پروژې د ګټو  په اړه خبر ورکړی او دوی ته ویل شوي چې، خپل حقونه به له لاسه ورنکړي او دوی به ښاري زيربناوو ته لاسرسى پيدا کړي. دغه راز د سيمې اوسېدونکو په دې اړه خپل نظرونه له مسؤلینو سره شریک کړي او د هغوى پوښتنې ځواب شوې دي، چې ځایي اوسېدونکو د دغې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د هر راز مرستو ژمنه وکړه. د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ځمکې بڼه بدله او  هره برخه به یې منظمه شي، د سیمې اساسي زیربناوې او عامه تاسیسات، د ځمکې د مالکانو د ونډې په پام کې نیولو سره به، د ښاري ځمکو د بیا تنظیم کولو پروژې له لارې  نوي  تاسیسات رامنځته او د هرې  نمرې ځمکې اغیزمنتوب به نور هم زیات شي. د کابل ښار د دوامدارې پراختیا له اړخه، د عصري ښاري معیارونو سره سم د استوګنو د نویو سیمو رامنځته کولو او د غیر پلاني سیمو په پلاني سیمو بدلولو په موخه، د ځمکې د استملاکي کړنلارې څخه په ګټې اخیستنې د پروژو د پلي کولو پر ځای، د کابل ښار د ښاري پراختیا لپاره نوې معاصره کړنلاره به (د ښاري ځمکو بیا تنظیمول او د ښاري ځمکو پراختیا) وکارول شي. د ښاري ځمکو د بیا تنظیم کولو او د ښاري ځمکو پراختیا دوه کړنلارې دي،  چې کولی شي د کابل ښار د پراختیا او پلان جوړولو لپاره د ځمکې استملاک طریقه بدله کړي