الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د دولسمې ناحیې د مسئولانو کړنې و ارزولې

28 جدی 1402

11066.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دولسمې ناحیې له اداري دفترونو څخه د لیدني پر مهال د یادې ناحیې د مسئولانو کړنې او فعالیتونه و ارزول او د چارو د چټکتیا په موخه یې هغوی ته یو شمېر لارښوونې وکړې چې، پر بنسټ به یې ښاري وضعیت غوره بدلون ومومي. کابل ښاروال د خپلو خبرو  په ترڅ کې وویل: د غوره ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ډیر کار ته اړتیا ده؛ اړوند مسؤلین باید په خپلو دندو کې ځنډ او غفلت ونه کړي ځکه دا د کابل ښاروالۍ د مشرتابه او د ښاریانو لپاره د منلو وړ نه ده. نوموړي په ډاګه کړه چې، موږ به د  مکافاتو او مجازاتو له اصولو سره سم عمل وکړو، د کابل ښاروالۍ کارکوونکي باید د ښاریانو خدمتګار وي، د دې ادارې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي او په پوره صداقت اوایماندارۍ سره خپلې چارې مخته یوسي! کابل ښاروال د ښاري نظم رامنځته کېدو، د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، د غصب شویو  ځمکو د بېرته راګرځولو، تنظیفي او د زرغونتیا خدمتونو وړاندې کولو، له ښاري سیمو د غوره ګټې اخیستنې او د چاپېریال ستونزو د حل په برخه کې مسئولانو ته اړینې سپآرښتنې وکړې