د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره کي او تهیه مسکن تر منځ د غځیدلي سړک په ګلدان کې د نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې

30 جدی 1402

11070.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست له لوري د څلورمې ناحيې اړوند د بره کي او تهیه مسکن تر منځ د غځیدلي سړک په ګلدان کې د (۲۰۰) مورپان نيالګيو د کېنولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکيل متوکل په دې اړه وويل: دا کار د مناسبې هوا او په ياد ګلدان کې د ونو د کمښت له امله  تر سره کېږي، هغه ونې چې پخوا د ترافيکي پيښو او يا د نباتي ناروغيو له امله له منځه تللې وې، د هغو پر ځاى دغه نيالګي چې په معياري بڼه د دې رياست په قوریو کې روزل شوي کېنول کېږي. دغه نيالګي د ياد ګلدان دزرغونتیا او دسیمې د ښايست لپاره مناسب دي او د زرغونتیا رياست له خوا به په دوامداره توګه خړوب او پالنه به  يې وشي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې، د سیمې اوسېدونکي باید د دغو او د ښار په کچه د نورو نیالګیو په ساتنه او پالنه کې د کابل ښاروالۍ له زرغونتیا ریاست سره مرسته وکړي. ښاغلي متوکل زیاته کړه:  د هوا د ښه والي په صورت کې به د ښار د بېلابېلو سيمو په ګلدانونو کې د ونو او نورو بوټو د کمښت په موخه دغه کار ته دوام ورکړي