الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې په اتم بلاک کې د سړکونو په تیږو فرش چارې ۹۶ سلنه مخته تللې دي

30 جدی 1402

11072.jpg (1820 × 1024)

ترانسپورټي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د اتمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په اتم بلاک کې د ۲۵ سړکونو په تیږو فرش چارې ۹۶ سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا سړکونه په ټولیزه توګه ۷۳۰۲ متره اوږدوالی او له ۶ تر ۷ مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون به د سړک چارې له طبیعي تیږو او د لښتیو کار به یې له انټرلاک تیږو څخه په ګټه اخیستلو ترسره شي. د پلو لارو په اوږدو کې له شته خنډونو پاکولو وروسته به د دې سړکونو چارې چټکې شي او ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. له طبیعي تیږو څخه په ګټه اخیستلو د سړکونو جوړولو له لوړ مقاومت څخه برخمن دي او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په ډېرېدو کې مرسته کوي