الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

‍د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې ښاري نظم څارل شوی دی

30 جدی 1402

11074.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې ښاري نظم څارل شوی دی او د غصب شویو زرغونو سیمو، پلو لارو او سړکونو د بېرته راګرځولو او پاکولو په اړه اقدام شوی دی. د اتمې ناحیې د رئیس مفتي روح الله عثماني په وینا؛ ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ښاري نظم د ټینګښت په موخه حمایوي او تقویتي پلانونه پلي کیږي. په وروستیو کې د کارته نو بازار بېلابېلې سیمې د عامه ښاري سیمو له غصب آزادې شوې دي او اوس مهال د دې سیمې بڼې بدلون موندلی دی او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخو کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. په همدې توګه د هټیو مخې ته ناقانونه رغونو ته رسېدنه دوام لري او هغه ګرځنده کراچۍ او پلورونکي چې، ښاري نظم یې ګډوډ کړی وو، پاک او لیږدول شوي دي