د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې په ۲م ګذر د هوتخیلو په سیمه کې د(۸۵۰) مترو په اوږدوالي او له (۴.۵) څخه تر (۵) مترو پورې په سور سره د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د دې سړک په پخېدو سره به د ښاریانوپر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او ګڼ شمېر ټولنیزو او سیمه ییزو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي
د هوتخیلو په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي
1 دلو 1402