الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویم پړاو قیرکولو چارې پیل شوې

1 دلو 1402

11082.jpg (1820 × 1024)

له سرای شمالي چوک څخه د کوټل تر بازار پورې د خیرخانې کوټل کیڼ اړخ ته سړک د لومړۍ برخې د دویم پړاو قیر چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم رياست د معلوماتو له مخې: د دغه سړک د لومړي پړاو قیر چارو له بشپړېدو وروسته، د دويم پړاو قیر چارې پيل شوې، چې ډېر ژر به بشپړې او د ترافيکو پرمخ  به پرانيستل شي. د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا په چارو کې چې، (۳۷۱۰) متره اوږدوالۍ او (۲۷) متره سور لري، د پلولارو، لښتیو،  استنادي دیوالونو، تم ځایونو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو جوړول شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د کار د ښه کیفیت او په ټاکلي وخت کې د دغې پروژې د پلي کېدو  په موخه  خپلې فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي