الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیرآباد لوی کانال د بېلابېلو ناحیو د ځمکې د سر اوبه مدیریت کوي

1 دلو 1402

11084.jpg (1820 × 1024)

د وزیر آباد لوی کانال له پروان سه څخه د هوايي ډګر تر شمالي برخې پورې د دویمې، څلورمې، لسمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ناحیې د ځمکې د سر اوبه مدیریت او لېږدوي او  اوس مهال د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکي د یاد کانال د بندو برخو په پاکولو بوخت دي. د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد وویل: دا کانال چې، شاوخوا ۲۰ کیلو متره اوږدوالی لري تر اوسه یې ۶ کیلو متره برخه له کثافاتو پاکه شوې ده. اوس مهال د شهید هنګرها څلورلارې تر شاه د دې کانال د پاکولو چارې روانې دي او دا کانال به په بشپړه توګه له کثافاتو پاک شي. ښاغلي شیرزاد زیاته کړه: د دې کانال د بندېدو اصلي لامل پکې د یو شمېر ښاریانو له لوري د کثافاتو اچول او د فاضلاب لارو را ګرځول دي. غوښتنه کیږي چې، ټول ښاریان به د دې کانال پاک ساتلو ته پام وکړي؛ ځکه د بېرته پاکولو په برخه کې یې د کابل ښاروالۍ ګڼ شمېر مالي سرچینې مصرف کیږي