الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د برچي سړک په اوږدو کې د ښاري نظم رامنځته کېدو په اړه اصنافو ته پوهاوی ورکړل شو

2 دلو 1402

11101.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې د مسئولینو له لوري یو ځل بیا د برچي سړک په اوږدو کې د ښاري نظم رامنځته کېدو په اړه بېلابېلو اصنافو ته سپارښتنه وشوه چې، په پلو لارو او سړکونو کې د خنډونو له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل: د دیارلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې ښاري نظم تر پخوا ښه شوی اوګرځنده پلورونکي بدېلو سیمو ته لیږدول شوي دي. ورته مهال ګرځنده پلورونکو ته خبرداری ورکړل شو څو د خپل فعالیت سیمه کې د ښاري بې نظمۍ او چاپېریال د ککړتیا لامل ونه ګرځي. له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي