د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ژمنیو تدابیرو په نیولو سره د کمپنۍ- برچي سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ لپاره ړ د یوه پله د جوړولو چارې روانې دي

2 دلو 1402

11105.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې او دیارلسمې ناحیې ترمنځ د کمپنۍ- برچي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د یوه پله د جوړولو چارې ژمي ته د تابیا په نیولو سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داود ځواب وویل: د پله د کانکرېټ کولو لپاره د ژمنیو تدابیرو په نیولو سره، (د یخ ضد موادو څخه په کارولو او په پلاستیک د کار ځای د پوښلو او له بخارۍ څخه په ګټه اخیستلو په معیاري توګه د دې پله چارې پر مخ ځي) د نوموړي په وینا د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربنا ریاست د ډیزاین له مخې دا پُل ۲۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سو لري چې، په دوه لینونو کې به په معیاري توګه جوړ شي. له قلعه ناظر څخه تر نقاش حمام پورې د کمپنۍ – برچي سړک په اوږدو کې د دې پله په جوړېدو سره به یاد سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي