الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل سیند په اوږدو کې هټیوالو ته د تاریخي ارزښتونو د ساتلو په موخه پوهاوی ورکړل شو!

2 دلو 1402

11107.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د دویمې ناحیې اړوند له پل پاغ عمومي تر شاه دو شمشېره جومات پورې د کابل سیند په اوږدو کې هټیوالو ته د تاریخي ارزښتونو د ساتلو په موخه پوهای ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې په دې تاریخي او کلتوري ځای کې د هټیو د دروازو جوړولو او د لوحو د نصب په برخه کې د معمارۍ پخوانۍ سبک په نظر کې ونیسي. د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، د تاریخي آبداتو د ساتنې کمیسیون د پرېکړې له مخې دا سیمه بېرته خپل پخواني اصلي حالت ته ګرځول کیږي . نوموړي زیاته کړه چې، د هټیو دروازې باید د معمارۍ پخواني سبک ته په کتو له لرګي او ښیښې څخه جوړې شي او ښه دا ده چې، د لوحو په نصب کې هم له لرګي کار واخیستل شي