د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په لسم بلاک کې د تنظیفي برخې د شاته پاتې والي د جبران په موخه تنظیفي حشر ترسره شوه چې، په پایله کې تیت کثافات راټول او په همدې توګه غونډ شوي کثافات له ښاره د باندې ولېږدول شول. غوښتنه کیږي چې، ښاریان خپل توليدي کثافات په ټاکل شویو ځایونو کې واچوي ترڅو، د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکي هغه پر وخت ولیږدوي. ستاسو تیت شوي کثافات د زیارکښه تنظیفي کارکوونکو پر اوږو دروند بار ږدي
په دولسمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو
2 دلو 1402